پاملرنه ما د دې کتاب «کتاب باید څنګه ولوستل شي» پر ژباړه کار پیل کړی چې دوې برخې یې بشپړې شوې او یوه یې تر کار لاندې ده. د چاپ به اړه مې یې له اکسوس کتابتون سره خبره هم کړې ده. موخه دا ده چې بل څوک پرې خواري ونه کړي او وخت یې ضایع نه شي، ځکه نن مې همداسې یو خبر ولید چې یو ورور
د کتاب ژباړه بشپړه کړې او چاپ ته یې سپارلی دی، بل په ناخبرۍ کې کار پرې پیل کړی او کافي وخت یې پر ضایع شوی دی. خبره شریکه کړئ تر څو وروڼه خبر شي.
دا کتاب په فارسی هم ژباړل شوی دی، که بل څوک یې پښتو ته ژباړي شاید فارسي څخه یې وژباړي. ستاسو د ژباړې یوه ښېګڼه دا ده چې مستقیماً یې اولې ژبې (انګلیسي) څخه ژباړئ. زما په نظر دوه خبرې مهمې دي: ۱. دا کتاب ۵۰ کاله مخکې لیکل شوی. د ۵۰ کاله مخکې انګلیسي (په دې علمي چټک پرمختګ کې) يو څه چلنج لری، خو زه فکر کوم چې تاسو لپاره به دغه د ژبې کوچنی تحول دومره چلنج نه وي؛ ۲. دا کتاب ډېر عالي او مؤثر دی، دا صرف هغو کسانو لپاره لیکل شوی چې د کتاب مطالعې سره مداومت لري او هر کتاب هدفمند لولي. خو زموږ ټولنې لپاره مخکې له دې نه، هغه کتابونه مهم دي چې خلک مطالعې خوا ته متمایل او رهنمایي کړي. بیا هم دا کتاب خپل اهل لري؛ ژور او هدفمند کسان! زحمت څخه مو مننه
@Abdullah_azzam8 عزام صاحب! هيڅ تشويش مه کوه،که يې بل څوک هم وژباړي،خو لاس پرلاس به هغه ژباړه کيږي چې زيار پرې ایستلی سوې وي،اواخلاص دنيت پکښې نغښتې وي، (مَاعِنْدَکُم يَنْفَدُ وَمَاعِنْدَاللّٰهِ بَاقٍ)
@Abdullah_azzam8 دغه کتاب وژباړل شو کنه
@Abdullah_azzam8 عزام صيب محترم! د فلم څوکه مو تل هاتد،تاند او ځغليدونکی اوسه،مسلمه امت ستاسو په شان صالحو زلمکیو ته اړين ضرورت لري ترڅو په علم او ادب کې د امت راويښولو لپاره جدي کارونه وکړي. وړانديز! عزام صيب محترم که د غربی فرهنګ ستونزو،ننګونو او اصلي څيرې په اړه هم که ځينې ګټور کتابونه...
@Abdullah_azzam8 ما دا اوس ډانلوډ کړ ان شاء الله مطالعه کوم يې
@Abdullah_azzam8 سوء تفاهم د هر بد حکم صادرولو لوی لامل وي، لدې امله د هر حکم څخه مخکې خلک درک کړئ.
@Abdullah_azzam8 عزام صیب سلامونه اواحترامات داشخصي ته مسیج نه درته کیږي
@Abdullah_azzam8 په ګوتو مو برکت او فکر مو خلاص شه! واقعاً د دې کتاب ژباړه به په ټولنه کې له کتاب روسته پاتې اذهان د کتاب مطالعې ته را واړوي. ♥
@Abdullah_azzam8 الله تعالی دي توفیق درکړي. قلم مو تاند اوسه عزام صاحب محترم
@Abdullah_azzam8 عصمت صالح بیچاره یو کتاب ژباړلي وه پرون یې تکمیل کړ وه کله چې تللی وه اکسوس ته بل چاه هم ژباړلي وه بیچاره سخت خپه وه نو ښه دوکړل چې خبره دکړو هسي نه چې موږ یې ستاڅخه مخکي وژباړو
@Abdullah_azzam8 بهترین فکر او بهترین خدمت . الله ج دې تاسو ته او نورو ملګرو چې په ژباړه کې کې یې زیار او سعیه کړې الله جل جلاله دې تاسو ټولو ملګرو ته د لامزید توفیق درکړي
@Abdullah_azzam8 @AfghanistanSola رب دي د تکمیل کولو توفیق درکړي