د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست نورستان ولایت ته سفر وکړ شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ نورستان ولايت ته سفر وکړ. په دغه سفر کې د حکومت د رسنیو مرکز مشر ښاغلی مولوي نعیم الحق حقاني هم حضور لري. نورستان ولايت ته د دغه پلاوي د سفر موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د پرانستلو په اړه له ځايي مسولینو سره خبرې کول دي. نوموړو نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د محصلینو لپاره دوه ښوونیز مرکزونه او یو څیړنیز فارم افتتاح کړ. د دې ترڅنګ، محترم مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره مل پلاوي یې د نورستان ولایت له والي سره هم وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
0
7
17
1K
0
Download Image