د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان له کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره ټېلیفوني خبرې وکړې. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي: محسن نقوي د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د قربانیانو او ټپیانو په اړه خپله خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د درملنې او بشري مرستو ویل کیږي، چې سراج الدین حقاني له دې خواخوږۍ مننه کړې او د پاکستان په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې یې د سېلابونو له زیانمنو خلکو سره خپله غمشریکي څرګنده کړې ده. #آریانانیوز #ننګرهار #کونر #زلزله #دزخمیانولېږدول #دژغورنېعملیات #مرستهرسول #افغانستان #خواخوږياوخواشیني #لهزلزلهځپلوملاتړ #پهافغانستانکېزلزلې_افغانستاناوپاکستان
0
1
11
1K
0
Download Image