• BahwolHamid Profile Picture

    Sultan Hamid Akhondzada @BahwolHamid

    2 weeks ago

    د امیرخان متقي صاحب او حکمتیار صاحب د څرګندونو علمي ـ تحلیلي ارزونه (په لیکلي تحلیل او ویډیويي کلپ کې) په تازه څرګندونو کې امیرخان متقي پرته له استثنا ټول جهادي مشران د شاوخوا شپېته زره افغانانو د وژلو مسؤل وبلل. اساسي پوښتنه دا ده چې دا شمېرې پر کومو مستندو اسنادو، څېړنیزو راپورونو یا رسمي مراجعو ولاړې دي؟ که چېرې د کره شواهدو پر ځای یوازې د سیاسي تبلیغاتو په موخه وړاندې شوې وي، نو له علمي او تاریخي پلوه یې اعتبار تر جدي پوښتنې لاندې راځي. ۱. د طالبانو د جګړو تلفات او اغېزې د طالبانو د جګړو په اړه کره شمېرې ښيي چې یوازې د دوی د خپلو جنګیالیو د تلفاتو اندازه هم لوړه وه، او ملکی وګړو ته یې لا دروند تاوان اړولی دی چي یو څو پیښو ته ئی زه اشاره کوم: د کابل په دروازو کې د طالبانو لومړنۍ جګړې د ۱۲۰۰ – ۱۵۰۰ کسانو تلفات لرل. د شمالي جګړو پر مهال د طالبانو تلفات تر ۷۰۰۰ کسانو اوښتي وو. د دې ترڅنګ لسګونه زره افغانان، چې زیات یې ملکي وګړي وو، د طالبانو او د هغوی د مخالفینو د جګړو ښکار شول. د خلکو کورونه، باغونه او شتمنۍ هم ویجاړې شوې. د مزار شریف د لومړني سقوط په پېښه کې چې د جنرال عبدالمالک سره د طالبانو ایتلاف جوړ شو، طالبانو خورا درانه تلفات ولیدل. د بېلابېلو راپورونو له مخي د دې پېښې په ترڅ کې د طالبانو د تلفاتو شمېر ۱۰ زرو څخه ډېر اټکل شوی دی یوازې په دشت لیلي او قلعه جنګي پېښو کې زرګونه طالب بندیان ووژل شول. د جنرال دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور تر مشرۍ لاندې جګړو کې هم زرګونه انسانان له منځه لاړل. د جمهوریت پر مهال بیا د جګړو او چاودنو له امله هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ افغانان وژل کېدل، چې اکثریت یې ولسي وګړي وو، نه بهرنیان. که د ټولو پېښو مجموعه یو ځای محاسبه شي، د طالبانو جګړې د افغانانو د تلفاتو په کچه کې د امریکایانو، روسانو او کمونیستانو تر جګړو هم زیات ځای نیسي. ۲. د حکومتدارۍ د موضوع ارزونه سره له دې چې متقي صاحب پر نورو سیاسي ډلو د ناکام حکومت جوړونې تورونه لګوي، د طالبانو د امارت حکومتي جوړښت خپله له جدي نیمګړتیاوو ډک دی: الف. تر اوسه هېڅ ډول رسمي قانون نه لري. ب. ملي شورا او د خلکو له خوا ټاکل شوي استازي شتون نه لري. ج. د دولت مشر (ملا هبت الله) نه یوازې خلکو نه دی لیدلی، بلکې د مشرتابه د شفافیت اصول یې هم نه دي مراعات کړي. د. د طالبانو واکمني نه داخلي مشروعیت لري او نه یې تر اوسه نړیوال مشروعیت ترلاسه کړی دی. د امیرخان متقي صاحب څرګندونې له علمي او تاریخي پلوه د کره اسنادو او څېړنیزو مرجعو پر ځای یوازې سیاسي تورونه ښکاري. د افغانستان د جګړو د تاریخ واقعي څېړنې ښيي چې د طالبانو د جګړو په پایله کې د زرګونو افغانانو ژوند له منځه تللی او لا ډېر خلک بېځایه شوي دي. له همدې امله، یوازې پر نورو ډلو د تورونو اچول او د طالبانو د نقش نادیده نیول د تاریخ تحریف ګڼل کېږي، نه علمي قضاوت.

    11 11 37 3K 5
    Download Video
  • Soldier54541 Profile Picture

    Soldier of ALLAH☝️سرباز الله @Soldier54541

    2 weeks ago

    @BahwolHamid حکمتیار حفظه الله همواره سخنان بر حق را گفته است و انشاءالله کسانیکه بخواهد نام مجاهدین بر حق را تضعیف کند بیشک که همکار ابلیس شده و نابود خواهد شد

    0 0 10 228 0
  • Hajisab275 Profile Picture

    قاری نصرت هلمندی @Hajisab275

    2 weeks ago

    @BahwolHamid یوطرفه تحلیل کول مغرضانه عمل دی طالبانوکه یومیلیون شهیدان ورکړه دادیوخاص هدف لپاره وو که داشهیدان دوه میلیونه ته هم رسېدلي وای،موږبه یې بیاهم ضایع نه ګڼو،ځکه هغوی خپل هدف ترلاسه کړ اوس،دآزادۍتراخیستلووروستهطالبان دومره محبوبیت دولس په منځ کې پیداکړ،چې حزبیانویې تصورهم نه شوکولای.

    3 1 6 621 1
  • AbdullRazeeq Profile Picture

    حاجی عبدالرازق.Ab.razeeq @AbdullRazeeq

    2 weeks ago

    @BahwolHamid حکمتیار آن روز که به خون جوانان حزب‌ پشت کرد و از سنگر جهاد فرار و به ناتو تسليم شد روز زوال و رسوایی اش شروع شد. اگر به ناتو تسليم نمی‌شد ملت چهره‌ اصلی حکمتیار را نمی‌شناخت اکنون تشت رسوایی حکمتیار از بام افتاده است

    0 1 2 127 0
  • akramim123 Profile Picture

    AKRAMIM123$ @akramim123

    2 weeks ago

    @BahwolHamid د امریکانو د اشغال په دوران کی تقریباً یوه میلیونه افغانانو خپل ژوند د لاسه ورکرلی دی،اماتر تولو خواشینوکی خبره دا ده چی پدی یو میلیونه وژول سو کی نیمایی یی طالبانو وژلی دی او نور یی امریکانو ، نو طالبان دی دداسی جنایاتو یادونه وکی چی دوی خپله هم هغه جنایات نوی تر سره کرُلی ،

    0 0 3 88 0
  • Minhaj10000 Profile Picture

    Mihraj @Minhaj10000

    2 weeks ago

    @BahwolHamid

    Minhaj10000 tweet picture
    Minhaj10000 tweet picture
    Minhaj10000 tweet picture
    Minhaj10000 tweet picture
    keyboard_arrow_left Previous keyboard_arrow_right Next

    0 0 1 165 0
    Download Image
  • haseen4484 Profile Picture

    اتل ميوندي @haseen4484

    2 weeks ago

    @BahwolHamid اخنذاده صاحب داخلي مشروعیت ولی نلري طالب ته ولس مهم ده نه جنګ سالار او نه قدرت طلب دولس امنیت خوندي ده خدمات شته ظلمونه ،تیری ،فساد او دمخدره موادو مخنوي شوی لوی یې پروژې له کار لاندې دي اصلاحاتو ته کارونه کیږي دولتي اداري تر ارګه پوري دملت په مخ خلاصې دی فلهذا خارجي مشروعیت

    0 0 0 82 0
  • Download Image
    • Privacy
    • Term and Conditions
    • About
    • Contact Us
    • TwStalker is not affiliated with X™. All Rights Reserved. 2024 www.instalker.org

    twitter web viewer x profile viewer bayigram.com instagram takipçi satın al instagram takipçi hilesi twitter takipçi satın al tiktok takipçi satın al tiktok beğeni satın al tiktok izlenme satın al beğeni satın al instagram beğeni satın al youtube abone satın al youtube izlenme satın al sosyalgram takipçi satın al instagram ücretsiz takipçi twitter takipçi satın al tiktok takipçi satın al tiktok beğeni satın al tiktok izlenme satın al beğeni satın al instagram beğeni satın al youtube abone satın al youtube izlenme satın al metin2 metin2 wiki metin2 ep metin2 dragon coins metin2 forum metin2 board popigram instagram takipçi satın al takipçi hilesi twitter takipçi satın al tiktok takipçi satın al tiktok beğeni satın al tiktok izlenme satın al beğeni satın al instagram beğeni satın al youtube abone satın al youtube izlenme satın al buyfans buy instagram followers buy instagram likes buy instagram views buy tiktok followers buy tiktok likes buy tiktok views buy twitter followers buy telegram members Buy Youtube Subscribers Buy Youtube Views Buy Youtube Likes forstalk postegro web postegro