د افغانستان په ختیځو سیمو کې د بيګا شپی زلزله چې د ننګرهار او کنړ په ولایتونو کې یې د ګڼو خلکو ژوند اخیستی او پراخ تاوانونه یې اړولي دي، زما د ژورې خواشینۍ او غم سبب ګرځېدلې ده. د اغېزمنو هېوادوالو د عاجلو مرستو د رسولو په موخه، زه د عزیزي بنسټ له لوري د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مالي مرستې اعلان کوم. همدارنګه، ما خپلو همکارانو ته په عزیزي بنسټ کې لارښوونه کړې ده، چې د اړتیاوو د سروې او ارزونې لپاره ژر تر ژره اغېزمنو سیمو ته سفر وکړي او د مرستو د وېش بهیر هر څومره ژر چې کېدای شي پیل کړي. زه د خپلو زیانمنو هېوادوالو په غم کې ځان شریک ګڼم او د دې فاجعې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او د زړورتیا دعا کوم.
302
265
2K
48K
12
Download Image
@MAziziOfficial عزیزی صیب د خوراکی او عاجلو مرستو لپاره دولت او نور خیریه بنستونه کفایت کوی ستاسو مرسته باید فقط د کورونو بیا جوړولو ته مختص شی