د افغان کډوالو په اړه اصلي خبرې، چې موږ ورڅخه پټې سترګې تېریږو، دا دي: هيڅ ګاونډي افغان کډوال د اسلامي، بشري، عاطفي یا اخلاقي لامل پربنسټ منلي نه وو. دوی په تېرو ۵ لسیزو کې زبېښاکي و استخباراتي اهداف لرل. ۱- دوی افغانان د خپلو ګټو لپاره له پردیو سره او بیا په خپلو منځونو کې وجنګول، ۲- په کډوالو کې د نفوذ له لارې یې په افغانستان کې ځان ته ځالې جوړې کړې، استخباراتي نفوذ یې وکړ او وطن یې له پښو وغورځاوه. ۳- د کډوالو په وسیله یې فرهنګي ښکېلاک ته لار هواره کړه. ۴- د کډوالو بشري ځواک یې وزبېښه، افغانان د دوی په سختو کارونو کې وړیا / ارزانترین کاریګر وو. ۵- له نړیوالو سازمانونو او لویو قدرتونو یې ټریلیونونه ډالر د کډوالو په نامه ووهل او بیا یې له غوايي غدود ورکړ. اوس دا ټولې ګټې پای ته ورسېدلې، نور نو افغان کډوالو کې د زبېښلو او ګټې څه پاتې نهدي، ځکه یې په پوره بېرحمۍ راشړي. زموږ تېروتنه دا ده، چې له ګاونډیو مو تمه اخلاقي، عاطفي، اسلامي یا فرهنګي - مدني ده. هغوی یوازې ګټې پېژني، خو موږ خپلې ګټې نهپېژنو.