پاکستان نن شپه د #افغانستان په لږ تر لږه دوو ولایتونو بریدونه کړي. د #ننګرهار ولایت له شینوارو ولسوالۍ رپوټونه دي، چې دغلته د شاه سوار په نامهٔ یوهٔ سړي کور په نښه شوی او دوه ماشومان ټپیان شوي. نور مالومات بیا وایي، چې هلته د محمد په نامهٔ د پاکستاني طالبانو یو قوماندان مېشت و، چې له خپلو ملګرو سره له منځه تللی. په #خوست کې هم ورته برید شوی، چې د دریو ماشومانو د وژل کېدو خبر ترې خپور دی. لاهم ددې بریدونو په اړه کره مالږمات نشته، ځکه، چې #طالبان ددغسې پېښو په اړه بی پرې خبریالي ته اجازه نه ورکوي او #پاکستان هم لا څه نه دي ویلي. دغه هیواد پخوا هم څو څو ځله ورته بربدونه کړي، چې په کې ګڼ بې ګناه افغانان شهیدان شوي دي، خو طالبانو یې يا پر وړاندې چوپتیا غوره کړې او یا یې ویلي، چې پاکستان یو وخت له دوی سره ډېر ښه کړي او اوس باید داسې بریدونه ونکړي.