د یو ملا نه می تپوس وکړلو
ما وې ملا صیبه جنت به څه وي؟
هغه په ګیډه لاس وهل ویل یې
تازه میوې او د شودو رودونه
یو لیوني غوندي په لار تېریدو
ما وې چي یه فلسفي! ته څه وایې
خپل ببر سریې ګروو ویل یې
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
(اجمل خټک)
۱۹۵۲ء
#اجمل_خټک #شب_بخير