بسم الله الرحمن الرحیم ✍️ زما د زړه او د خوشۍ شاعر مطیعالله تراب! ستا مرګ راته ډېر دروند دی، داسې احساس کوم، لکه د زړه یوه غوټه چې پرې شوې وي، مطیعالله تراب، د هغه مظلوم ملت شاعر و، چې د نړۍ له هرې برې پرې بمونه ورېدل، خو لا هم یې سر نه ټیټاوه. هغه د فقر په تن لوڅ و، خو د غیرت په جامه کې تر ټولو شتمن ښکارېده. شعرونه یې نه د شهرت لپاره وو، نه د جایزو، نه د سیاست، او نه د چوکۍ لپاره! ده شعر د زړه درد ته لیکه، د ملت آه ته، د یتیمو ماشومانو چیغو ته، او د مورګانو د دعاوو زارۍ ته! تراب زما د زړه شاعر و، ځکه هغه هغه څه ویل چې زه یې نه شوای ویلی. تراب زما د خوشۍ شاعر و، ځکه د مات زړه پر ټپونو یې د تکبیر مرهم لګاوه. کله به چې د اشغال پر ضد کلمات وریادول، داسې به یې غږ رېږدېده، ته به وایې ټوله نړۍ یې د زړه له تله مخاطب بولي. او کله به یې د اسلامي امارت د بچیانو ذکر کاوه، نو د مبارکۍ آنسو به یې د سترګو له دیدو نه، بلکې د روح له ژورې برخې به راوتلې. ده ثروت نه درلود، خو اشعار یې دومره شتمن وو، چې د وزیرانو او پاچاهانو خزینې به پرې شرمېدلې وای. ده شعر د حق لپاره ویست، قلم یې د جهاد سندره شوه، او ژبه یې د یتیمانو د آهونو منار شو. مطیعالله تراب لاړ، خو چیغه یې پاتې ده. ده تن ورکړ، خو فکر یې د میلیونونو زړونو ته ژوند ورکړ. ده سترګې پټې کړې، خو کلمات یې لا هم د فکري انقلاب سترګې خلاصي کوي. 🤲 دعا ای الله! تراب هغه و، چې هره کلمه یې د حق لپاره یو تکبیر و. ته یې ویناوې د شهیدانو سره یو ځای قبوله کړې، ته یې د فقیر زړه د عرش سره پیوند کړې، ته یې اشعارو ته د امت د بیدارۍ وسیله کړه، او ته یې قبر ته د بدر د مجاهدینو له نور څخه رڼا ورکړه! آمین یا رب العالمین