1-5: په الاسكا كي د ټرامپ او پوتين ناستي اجندا كي لا څرگنده نه ده چي د افغانستان په اړه به ئې گډ تصميم څه وي؟ خو د پوتين دا خبره د ډېرو اسرارو غمازي كوي چي وئې ويل: موږ گډ دښمن ته ماته وركړې دا كوم گډ دښمن وو او كله ئې ماته وركړې جرمني كه افغانستان؟ 77 كاله او كه 25 كاله مخكي جنگ
2-5: نن د دوى په وړاندي څو مهمي قضيې دي: اوكراين، غزه، د ايران اتمي تأسيسات او افغانستان؛ په دغو كي وروستنى هغه هېواد دئ چي دواړه په گډه د مجاهدينو او طالبانو خلاف په كي جنگېدلي د شل كلن امريكايي اشغال او شوروي ځواكونو له وتلو وروسته جنگونو كي گمان كوو د پوتين هدف افغانستان دئ.
3-5: د ټرامب له اظهاراتو جوته ده چي په اوكراين كي پوتين ته امتيازات وركوي، خو دى په غزه او ايران كي ټرامپ ته بدله نه شي وركولى؛ يوازي افغانستان كي د مخكي په څېر د امريكا مرسته كولى شي؛ زموږ شمالي گاونډيانو او هغو مسكو پلو ډلو له لاري چي په شل كلن اشغال كي د امريكا خدمت كي ول.