که څه هم ورځنی ژوند له بوختیاوو ډک وي، خو د لوي خدای ذکر او دربار ته يي حاجت او د نعمتونو شكرانه وړاندې کول، هميشه زما په زړه او فکر كښی نغښتی دی. نیکمرغه یم چې د کعبې شريفې د ليدو او د عمرې د حج د ادا کولو شرف مې ترلاسه کړ او له د زړه کومی نه می خپلې کورنۍ او ملګرو ته د روغتيا او نېکمرغۍ او خپل هېواد ته د سولې او سوکالۍ، دعا وکړه.
@MAziziOfficial ساده ساده مه کیږه، ولاړ سه درانده درانده کارونه وکړه، دا د ځوانانو او نادیده وو په څیر ریا کاری پریږده. کوم کیمیا بوټی دي نده کشف کړی او نه دي کوم داسي عبادت کړي چی بل چا نده کړی په زر ډالر په څو ورځو کی عمره کیږي ستاسو ملیاردرانو لپاره خو عمره یو پیکنیک چکر ده خود به یی کوی.
@MAziziOfficial حج عمره مو الله قبوله اومنظور کړه،دوطن په حق کې مو الله کړي دعاګاني قبولي کړه
@MAziziOfficial وروره حاجونه فایده نکوی ۔۔۔موژ له قرضو تر سره ډوب یو دیو حاجت مند حاجت پوره کړه ۔۔دا به دی خیر وی
@MAziziOfficial الله دی حج عمره درته قبوله ګړی، شکر باسه چی داسی نیت الله در کړی، د جمهوریت سیاسونو خو به چی لږ وخت پیدا کړ د پارلمان او نورو ادارو ښځی او انجونی به یی د یوی شپی لپاره د دوبی ډانس کلبو او د اجمیری بیچ ته د شرابو او زنا لپاره بوولی. ډالر داسی لوبی کوی.
@MAziziOfficial پاک رب دې ټول اطاعات عبادات قبول منظور که له سخاوت دې ډير مسلمانان برخمن دې
@MAziziOfficial الله مو عمره قبوله کړه. تر ټولو ستر عبادت مالي دي هغه هم دبیوزلو سره مرسته،صدقه او دمال زکات اېستل
@MAziziOfficial قبول باشد، الله متعال توفیق بیشتری بته که به هموطنان ات زیادتر کمک بکنید.
@MAziziOfficial الله ج دی عبادات قبول کړه
@MAziziOfficial حاجی عزیزی صیب مونگه هم په دعاگانو مهیروه الله ج ستاعبادت قبول کڔی
@MAziziOfficial الله تعالی دی خپله رضا درته نصیب اوګرځوی
@MAziziOfficial عزیزي صاحب سلامونه مشره الله پاک دې عمره قبوله کړه واقعآ دايمان سره چي څومره خوند په نيک اعمالو کي دي بل په هيڅ شي کي نشته
@MAziziOfficial عزيزي صاحب دغه د خلکو حقونه به څنګه شي چې ته به پرې خبر وې که نه زموږ پيسې يې يو ځل په وخت نه راکولې بيا به ډالر ښکته په افغانئ اړولو او بيا به ورکولې يعني څلورمه برخه پيسې دخلکو تاسې بيرته و نکړلې عمر تيريږي پيسې به نورو ته پاتې شي او تاسې به درب په حضور کې ددې ټولو ځواب وايي.
@MAziziOfficial ستا دی الله ج قبول کړی او زه هم له الله ج څخه غواړم چی زموږ یی هم نصیب کی که ته مرسته وکړی جنابی حاجی صیب چی ستا په واسطه لاړ شم او دی الله ج دی کور دیدار وکم او دی جنابی نبی کریم ص دی مزار دیدار وکړم نو سونه به شه وی
@MAziziOfficial الله دی مونګ ته هم رانصیب کړی ډیر ارمان یی لرم
@MAziziOfficial تا سره کم ډالر دى ظالمه يو پنځه ملګرى يو ځاى شۍ سرمايه ګذارى وکړۍ د کابل نه سمه دوبۍ جوړه کړۍ چى خلکو ته د کار زمينه برابره شى خلک به درته دعا وکړى اخرت به هم وګټى ددى نه غټ ثواب چيرته دى سبا به مړ يى بيا به درنه ټولى پاتى وى همدا يى وخت لږ ګريوان کى سوچ وکړه خير دى
@MAziziOfficial الله تعالی دې ستاسو عبادات په خپل دربار کښې قبول او مقبول وګرځوي
@MAziziOfficial افغانانو ته په خپلو يا د نورو هيوادونو په کمپنيو او نورو کې د کار زمينه برابره کړه مشره
@MAziziOfficial د ايوب آغا مجددي له طرفه عمره مبارک شه
@MAziziOfficial عزیزي صیب چې مونږ ارمان دا هم پوره کړی وه دا زیارت به مو کړی وه
@MAziziOfficial بيشكه همدغه ژوند ده چی هر مؤمن مسلمان یو څه وکړی دی اخرت لفاره دی دنیا مشغولتیاوی نه ختمیدونکی دی او ستړیدونکی بیا زیاتی دی
@MAziziOfficial الله جل جلاله دي ټــول عبادت، او دعګاني په خپل عالي دربار کي قبول او منظور کړه
@MAziziOfficial په خپلو فابریکو او شرکتونو کې افغانان استخدام کړه هم خرما هم ثواب
@MAziziOfficial الله د دا عبادات قبول کړه رب مو نور هم کامیاب کړه