کېږدۍ ګرځنده ښوونځي خپل فعالیت په 2020 کال کې پیل کړ، چې افغانستان کې د له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره ښوونځي جوړوي. زموږ د ښوونځیو زیاته برخه زده کوونکي کوچیان دي چې د دوی لپاره سیار ښوونځي لرو. له ښه مرغه تیر کال موږ د نورستان، بامیانو ولایت ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړه. په کېږدۍ کې اوس مهال 1200 تنه ماشومان راجستر دي. کېږدۍ اوس مهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې فعالیت کوي. کېږدۍ د خپلو اداري او همدارنګه د زده کوونکو ټول لګښت او چارو د سمبالیدو لپاره ازادې مرستې په خیریه شکل راټولوي چې چې زیاته برخه بهر میشتي افغانان او همدارنګه بهرنیان دي چې دوی GoFundMe له لارې خپلې مرستې رالیږي . موږ د نوي کال لپاره بیاځلي د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې په تاسې ټولو غږ کوم، دې کمپاین کې د کېږدۍ سره برخه واخلئ څو زموږ د زده کوونکو سرت د دوی بل ګام کې برخه واخلو. زموږ د یوه زده کوونکي کلنی لګښت د کتابونو، قرطاسیې، ښوونکي معاش، خیمې او ټولو نورو اداري لګښتونو په شمول ۴۷۳۳ افغانۍ کېږي. د کېږدۍ اداره تاسې ته ډاډ درکوي چې د دغو مرستو هره یوه روپۍ به د ماشومانو په تعلیم کې ستاسې سپارل شوي امانت غوندې دوی ته رسیږي. له تاسې ټولو مننه چې تر دې دمه مو کېږدۍ سره مرسته او ملاتړ کړی دی. هیله لرمه تاسې دا لینک له نورو هغو کسانو سره چې وس یې لري هم، شریک کړئ . لاندې لینک له لارې تاسې کېږدۍ ته خپلې مرستې رالیږلی شئ. gofund.me/4061cf44 @KyrieIrving @rashidkhan_19 @UNICEFAfg موږ باید د چا په انتظار پاتې نشو، بلکې خپله هره وړه هڅه هم چې د یوه انسان ژوند کې مثبت او ښه بدلون راوستلی شي هغوی ته روحیه ورکوي، ونه سپمو.
@MaryamAmrkhil افرین ستاسې د لا بریاو په هیله ضرور به پکې برخه اخلو🇦🇫✊
@MaryamAmrkhil @ilov_afghan امریکا د افغانانو له پاره انلاین ښوونځي پرانیستی، دوی کولی شی، د هغوی سره په اړیکه شی، تر څو ستونزی د حل لار ومومی.
@MaryamAmrkhil ماشاءالله! په تاسو ملالو خویندو موږ ویاړو! حتما به برخه پکې اخلو. له دې سپېڅلي بهیر سره مرسته دهر افغان مسؤلیت او وجیبه ده
@MaryamAmrkhil @Deewa88295231 خورکې ستا شاته د استعمارګر جوړ شوي ۳ رنګه بیرغ چی زمونږ د مسلمانانو د نفاق لپاره جوړ کړي! هیله ده چی لیري کړي! مونږ مسلمانان یو اُمت یوو باید د یو بدن او یو وجود احساس وکړو پدی ۳ رنګه جوړ شوي بیرغ دا چی مونږه نه یو ځای کوي بلکی تر قیامت زمونږ مینځو کی نفاق او بدبختی ایجادوي!
@MaryamAmrkhil 𝔸𝕝𝕝𝕒𝕙 𝕡𝕒𝕜 𝕞𝕆 𝕜𝕙𝕡𝕒𝕝 𝕜𝕙𝕚𝕕𝕞𝕒𝕥 𝕜 𝕙𝕒𝕞𝕚𝕤𝕙𝕒 𝕜𝕒𝕞𝕪𝕒𝕓 𝕃ℝ𝔸. 𝕋𝕙𝕒𝕟𝕜𝕤 (≧▽≦) 𝚜𝚒𝚜𝚝𝚎𝚛
@MaryamAmrkhil Your gofundme link on this post is not working.
@MaryamAmrkhil سلامونه اونیکی هیلی احترامات ما په CBE پروژه کي دوه کاله وظيفه ترسره کړي په بيلو انجوګانو کي الحمدالله شه تجربه لرم د کوچينيو ماشومانو په پوهولو کي که هر وخت ضرورت وو زه حاضر يم [email protected]
@MaryamAmrkhil له افغانستان نه څنګه درسره مرسته کولی شو؟
@MaryamAmrkhil سد شاباس سد افرینونه کامیابي دې نصیب شه ویاړو درباندې
@MaryamAmrkhil خورې تاډير کارکړي ته په موژډېره تکړه يې کاش وس مولرلای سره دتعليمه په کورناست يو
@MaryamAmrkhil دولس سوه ماشومان راجستر دي، هدف مو تري څه دي ؟
@MaryamAmrkhil مصارف لږلوړنه ښکاري، په مجموع کې څومره ټولګي فعال دي
@MaryamAmrkhil خوشحال به شم چي دوه نفره سپورت کم لس زره افغاني به زه وکړم مننه کوم چي لومړي ګام مو واخيست د زړه له کومي مننه کوم