د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د خوست او ننګرهار د وروستیو ډرون بریدونو غندنه کړې او هغه یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز بللی دی. ښاغلي امرخېل د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی. هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي:«واضحه ده چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې بیا بیا ثابته کړې چې په افغانستان کې هیڅ نظام او حکومت نه غواړی، مهمه نه ده چې هغه د کوم فکر او کومه ډلیې وي.» نوموړي دغه راز ویلي، اړینه ده چې ټول افغانان د ملي یووالي په ساتلو سره د دې هېواد د هر ډول لاسوهنې او دښمنانه کړنو مخنیوی وکړي.
0
3
19
2K
0
Download Image