🔻 مهم | د ابو عبیده د وینا مهم ټکي (۱): - څلور میاشتې تېرې شوې له هغه راهیسې چې صهيونيستي دښمن خپل وحشي یرغل پر غزې باندې بیا پیل کړ. وروسته له هغه چې له مقاومت سره يې شوی تړون (د ۲۰۲۴ د جنورۍ تړون) مات کړ، منځګړو او نړۍ ته یې دروغ وویل او بیرته د خپلې دروغجنې بریا په لټه شو. - څلور میاشتې وشوې چې دښمن پر ملکیانو او ماشومانو ظلمونه کوي، د ښارونو او هستوګنځیو پلان شوی تخريب یې د عادت برخه ګرځېدلې. دا جګړه یې زموږ د ولس پر ضد روانه ساتلې. - د مجاهدینو او زړورو ولسونو یویشت میاشتې مسلسل مقاومت د غرونو په څېر استقامت او د انبیاوو په څېر صبر څرګندوي. - یویشت میاشتې تېرې شوې او لا هم اشغالګرو ته شرم او رسوايي او اسلامي، عربي او په وینه شریکو هیوادونو ته چې موږ يې يوازې پرېښي يو، هيڅ شرم ورپاتې نه دی. پرته له هغو مخلصینو، مجاهدینو او مظلومو ملتونو څخه چې مجبوره دي او د نړۍ د آزاد پالو انسانانو ملاتړ یې تر لاسه کړی. - دښمن په دې وروستیو میاشتو کې خپلو عملیاتو ته د «عربات جدعون» نوم ورکړ، تر څو دې جګړې ته یوه مذهبي بڼه ورکړي، خو دا جنګ نازي، توکم پال او شیطاني کړنې لري چې یوازې د بزدلو او چټلو مافیایي ډلو عملونه ته ورته دي.