🔻 مهم | د ابو عبیده د وینا مهم ټکي (۶): - د نړۍ د آزادپالو انسانانو هره هڅه او همدردي، که بریالۍ شوې وي او که د صهیونیستانو په فشار ناکامه شوې وي، زموږ د ولس لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی. موږ له ټولو غواړو چې دا هڅې نورې هم پراخې شي، دوام ومومي او دا دښمن په هر ډګر او په هره وسیله رسوا شي. - موږ له بشپړ ځواک سره د فلسطیني مقاومت د مذاکراتي پلاوي د دریځ ملاتړ کوو، کوم چې له صهیونیستي دښمن سره په غیر مستقیمو مذاکراتو کې ښکېل دی. موږ په تېرو میاشتو کې څو ځله داسې یو پراخ وړاندیز کړی چې د دښمن ټول اسیران به یوځل ورسپارو، خو د جنګي مجرم نتنیاهو او د هغه د نازي افراطي وزیرانو له خوا دا وړاندیز رد شوی. - موږ ته دا روښانه شوې چې د نتنیاهو حکومت د خپلو اسیرانو (چې اکثر یې عسکر دي) په اړه جدي ندی. دا موضوع لومړیتوب نه ورته لري، بلکې خپل ولس یې دېته چمتو کړی چې د دوی د وژل کېدو فکر ومني. خو موږ تر خپله وسه تر اوسه پورې د هغوی ژوند ژغورلو ته ژمن پاتې شوي یو. - موږ دا مذاکرات له نږدې څارو او هیلهمن یو چې یو داسې توافق ته ورسېږي چې پکې جګړه بنده شي، د اشغالګرو ځواکونه ووځي او زموږ ولس ته مرستې ورسیږي. خو که دښمن بیا هم پخواني چلونه وکړي او دا مرحله هم بېپایلې پرېږدي، نو موږ بيا ددې ضمانت نشو ورکولای چې بېرته به جزئي معاملې يا د لسو اسیرانو وړانديز ته را ګرځو. - د صهیوني رژيم د ناکامۍ له څرګندو نښو څخه دا ده چې هغوی د مقاومت د ماتولو لپاره د جنګي جنایتونو، ټولیزو سزاوو، نسلکُشۍ او قومي پاک سازۍ په لوري تللي دي او دا کارونه، د افسوس وړ ده، چې د امریکا د ادارې له خوا ښکاره ملاتړ لري.