زه چېرته ستا د اګست جشن ډمامې ته ناست یم زه #باجوړ د شهیدانو فاتحې ته ناست یم زما شناخت پکې ښخ شوی تورې خاورې پروت دی زه ډېر خفه، په سلګو، داسې مقبرې ته ناست یم د احمد شاه بابا یوه خوبۍ هم نه لرمه د احمد شاه بابا لمسی یمه همدې ته ناست یم سعودبنګښ
پکې روانه ده زما د پښتونیت جنازه د پاکستان ټیلي ویزیون یوې ډرامې ته ناست یم ته د لاهور په رڼاګانو ښار کې ښه خوشال يې زه د یو پړق رڼا په هیله تربېلې ته ناست یم پکې زما د پښتنو د اتفاق مړی دی زه همدا اوس لالیه! داسې جنازې ته ناست یم سعودبنګښ
Tune in as our chairman and CEO, @vladtenev announces new cutting edge-tech that’s reshaping the future for active traders. Tune in to the HOOD Summit '25 keynote. September 9, 2025 - 8:30 PM ET • 5:30 PM PT
زه همدا اوس هم یوې داسې جنازې ته ناست یم زما سپېڅلې پرېښتې نه يې شیطان جوړ کړی زه منافق ملک د تاريخ مطالعې ته ناست یم سعوده! نن سبا د سرو شرابو جام نه لرم سعوده! نن سبا مولا غوندې کوزې ته ناست یم سعودبنګښ