د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مردوف ټيلیفوني خبرې وکړې. دترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په ختیځو ولايتونو کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په هکله خپل د خواخوږۍ مراتب.وړاندې کړل او همدا ډول يې د ترکمنستان د ملي رهبر محترم قربانقلي بيردي محمدوف د خيريه بنسټ له لوري د عاجلو بشري مرستو چې پکې پوښاک، خیمې، درمل او خواړه شامل دي د افغانستان اسلامي امارت ته د ژر تسلیمولو خبر ورکړ. د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکمنستاني سيال څخه.په دې لوی ناروین کې د غمشریکۍ، خواخوږۍ او د افغانانو د لاسنیوي څخه مننه وکړه او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړ.
1
10
39
917
0
Download Image