د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره ټلیفوني خبرې کړې او د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې په اړه یې خپله غمشریکې کړې، د ټپیانو د درملنې او بشري مرستو ډاډ یې ورکړی. قانع پر اېکس لیکلي، چې بل لورته خلیفه سراج الدین حقاني له نوموړي د مننې سربېره په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو خلکو سره غمشریکي څرګنده کړه.
1
3
30
2K
0
Download Image