تر ټولو اوږد مهاله او بنسټیزه پانګه په علمي برخه کې ده، چې نسلونو ته پاتې کیږي، چې خوبشختانه ملي پانګوال او د عزیزي بنسټ مشر او ملي پانګوال ښاغلي میرویس عزیزي په دې برخه کې د خپل وطن په اولادونو پانګه پیل کړه. هیله لرم چې د قرغزستان په بيشکېک کې د مرکزي آسيا د امريکايي پوهنتون دغه ۹۵ افغان زده کړیالانو په ښه ډول خپلې زده کړې بشپړې او وطن ته د خدمت مصدر وګرځي. په داسې حال کې چې د وطن خویندې هم د زدهکړې د دروازو پرانیستو ته د درې کلونو راهیسې منتظرې دي، نو غږ کوم پر مسؤلینو چې د دې نجونو پرمخ د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیزي، ترڅو په راتلوونکې کې د میرمنو ډاکټرانو او نورو برخو کې د دوی له نشتون سره مخ نشو، د ښاغلې میرویس عزیزي څخه د زړه له کومې مننه کوم او په شمنۍ کې د لا برکت دعا کوم. د روښانه افغانستان په هیله @MAziziOfficial
@ZiaulhaqAmarkhi د نجونو پر مخ باید مکتب او پوهنتون پرانیستل شی، دا تشه غمیزه زیږوي.
@ZiaulhaqAmarkhi میرویس عزیزي نېک کار کړی، رب تعالی د ورته اجر ور کړي
@ZiaulhaqAmarkhi بلکل جناب امرخیل صاحب.
@ZiaulhaqAmarkhi د عزیزی صیب دغه پانګه بی ګټه ده دغه محصلین افغانستان او افغان ولس ته هیڅ ګټه نلري ځګه دوی د امریکایی پوهنتون اسناد لرونکي او خپل هیواد ته نه راځی دوی کوشش چی په اروپایی هیوادونو کی ځانونو ته دندی پیدا کړي
@ZiaulhaqAmarkhi په وطن کي پاتي سیاسون باید تالیبان د انجونو زده کړو ته قانع کړی مشره! تر څو به زموږ خویندی د پنجاب او بیشکیک په پوهنتون کی درس وایی! شرم ده پخدای که له وطن بیرونه د خلکو مخ کی خبره کولي شوو له شرمه! وایی تا په 2025 کال کی ښوونځی تړلي.
@ZiaulhaqAmarkhi غزيزی صيب ته دي الله تعالی په شتمنی کي برکت واچوي چي د خپل مظلوم ملت غم هروخت ورسره وي او موجوده حکومت ته دي الله تعالی د نيکي هدايت وکړی چي د انجونو پر مخ د تعليم دروازي پرانيزی