د ملي د لوړو زده کړو مؤسسې د طبي برخې د زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې مو فارغینو ته د مبارکۍ ترڅنګ د نورو تخصصي زده کړو او ټولنې ته د لا زياتو غوره خدمتونو سپارښتنه وکړه. هیله ده چې ا.ا د نجونو زده کړو ته په اجازې ورکولو سره روان نه جبرانېدونکې وضعیت ته نور د پای ټکی کیږدي. د ملي لوړو زدکړو مؤسسې د بنسټګر او رهبري څخه مننه کوم چې د زده کړو کيفيت ترڅنګ عملي برخې ته هم لومړيتوب ورکړی.
@ZiaulhaqAmarkhi ډېره منننه امرخېل صېب چې په هر ډګر او فرصت مو د نجونو د زدکړو په هکله مسولیت ادا کړی.
@ZiaulhaqAmarkhi فراغت دې ورته ډیر، ډیر مبارک وي رب دې د افغانستان دردلي او غم ځپلي ولس لپاره ملهم او د خدمت جوګه وګرځوي.
@ZiaulhaqAmarkhi تل بریالي اوسئ محترم امرخېل صاحب
@ZiaulhaqAmarkhi ډیر زیات دې ورته مبارک وي. رب ج دې وطن دردونو دوا کړي هیله ده حکومت هم د کار زمینه ورته برابره کړي
@ZiaulhaqAmarkhi مبارک دی وی ورته له تا هم مننه چی ورسره دی غونده کی ونده اخستی