د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې د را رسېدو په مناسبت، ټولو ګرانو هېوادوالو ته له زړه نه مبارکي وایم! د انګریز استعمار پر وړاندې د مبارزې اتل، شاه غازي امانالله خان، یادوو او روح ته یې دعا کوو. خواشیني یو چې د هغه روح به نن ناارامه وي، ځکه چې تر یو قرن زیات وخت وروسته هم زموږ د خویندو او لوڼو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې دي. هیله لرم چې د خپلواکۍ د ساتلو په موخه، د ځوان نسل لپاره د زده کړو فرصتونه برابر شي، څو په هره برخه کې پر ځان بسیا، با ثباته او سوکاله افغانستان ولرو. یو ځل بیا، دا تاریخي ورځ ټولو ته مبارک شه!
@ZiaulhaqAmarkhi هغه جمهوریتیان چې د افغانستان دخپلواکۍ مبارکیانې ورکوي اوداسدپه ۲۴چوف وو هغوي اوس هم له ا.ا په ټکرکې دي بایدپوښتنه ترینه وشئ؟
@ZiaulhaqAmarkhi د اسد ۲۸ مه؛ له انګرېزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو دا ورځ، د هغو غازیانو په وینو ګټل شوې، چې له انګرېزانو یې خوب ورک کړی و. دا ډېره غیرمنصفانه ده، چې د سلامت وطن د زرګونو شهیدانو په وینو ګټل شوې خپلواکي، هغه چاته منصوبه کړي، چې په عام محضر کې یې له افغان مېرمنو پړوني لرې کړل.
@ZiaulhaqAmarkhi ستاسو دې مبارک ښاغليه مشره
@ZiaulhaqAmarkhi محترم والي صیب تاسو عزتمنو ته دي هم مبارک شی،،🇦🇫