• abdulmateenqani Profile Picture

    M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع @abdulmateenqani

    6 days ago

    عاجله خبرتيا! د افغانستان خلاف لاس ( ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو په اړه د کورنیو چارو وزارت ۱ هغه د افغانستان خلاف لاس ( ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو مالکانو ته چې پخوا یې په کابل او ولایتونو کې خپل نقلیه وسایط ثبت او موقت سټیکر یې ترلاسه کړی، خبر ورکول کیږي چې په کابل کې د ترافیک پولیسو له ریاست او په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو څخه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر یوې لنډې مودې پورې خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه تر لاسه کړي. ۲ ټول هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې ثبت او سټیکر نه لري د (۱۴۴۷-۳-۶) هجري قمري، چې د (۸-۶-۱۴۰۴) هجري لمریز کال او (2025- 8- 30) زېږدیز کال له نېټې څخه وروسته دې، له کابل ولایت څخه ووځي او د یادو نقلیه وسایطو څېښتنان دې په لنډه موده کې، د خپلې خوښې په ولایتونو کې د ترافیک پولیسو له مدیریتونو سره خپل نقلیه وسایط ثبت، او سټېکر دې ترلاسه کړي. ۳ همداراز هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي نقلیه وسایط چې قانوني اسناد نه لري ددې خبرتیا له نشرېدو وروسته دې، کابل ولایت ته له راتګ څخه په کلکه ډډه وکړي، خو هغه نقلیه وسایط چې د کابل ولایت د ټرافیک پولیسو له ریاست سره ثبت دي کولای شي چې کابل ولایت ته د خپلو موقتو پلېټونو د اخيستلو لپاره راشي. ۴: هغه د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکي وسایط چې په هر ولایت کې سټېکر اخلي، صرف په هماغه ولایت کې د ګرځېدا اجازه لري او نور هېڅ ځای ته نشي تللی. ۵: دا چې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) نقلیه وسایط د ډېرو ترافيکي پېښو لامل کېږي، نو ښايي په نېږدې راتلونکي کې ور باندې نور قیودات هم وضع شي، نو له خپلو درنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې، د یادو نقلیه وسایطو له پېرلو ډډه وکړي تر څو وروسته له دې د نورو خونړیو پېښوشاهدان نه وو. د وروستیو ترافیکي پېښو د مرګ ژوبلې ارقامو ته په کتو او په اړه یې د مخنیوي په موخه، د یادو وسایطو ټولو مالکونو ته خبر ورکول کیږي چې ذکر شویو مواردو ته پوره پاملرنه وکړي او پر ځان یې عملي کړي د نه رعایتولو په صورت کې له سرغړونکو سره سخت قانوني چلند کیږي. یادښت: وروسته له یادې نېټې د افغانستان خلاف لاس (ښي لاس) اشترنګ لرونکو نقلیه وسایطو ثبت په کابل ولایت کې نه کیږي. والسلام مفتي عبدالمتين "قانع" د کورنيو چارو وزارت وياند

    abdulmateenqani tweet picture

    100 119 577 43K 8
    Download Image
  • nazari529287 Profile Picture

    nazari @nazari529287

    6 days ago

    @abdulmateenqani به فارسی هم نوشته کن

    2 0 2 2K 0
  • Hajisab275 Profile Picture

    قاری نصرت هلمندی @Hajisab275

    6 days ago

    @abdulmateenqani زما په شخصي نظر، که اسلامي امارت له جاپان د یوې کمپنۍ سره قرارداد وکړي، چې هغه ټول ښي‌لاسي (راسته اشترینګ) موټر چې د افغانستان خلاف لاس دي، دننه په هېواد کې چپ‌لاس،اشترینګ ولګوي، نو هېوادوال به له ډېرو ستونزو او مشکلاتو څخه خلاص شي.

    0 1 18 1K 1
  • Talhakhan1993 Profile Picture

    طلحه معروف وال @Talhakhan1993

    6 days ago

    @abdulmateenqani ما خپل موټر ترټولو مخکی ثبت کړل پلیټ می ورته وایستل پیسی می په افغانستان کی تحویل کړی هیڅ فایده راته ونکړه ځکه بی پلیټ موټران پر ډیر دی دولت یواځی خپل مالیات اخلی نور د هیچا پروا نلری که رښتیا غواړی چی ښی لاس موټران بند کړی نو واردات یی منع کړی!

    0 0 12 702 0
  • EngFaridullah Profile Picture

    Eng, Faridullah Saidy @EngFaridullah

    6 days ago

    @abdulmateenqani هند سره یی د تصدیر خبره وکړۍ او واردات یی بند کړۍ یا د شترینګ بدلون لپاره کمپنیو سره قرارداد وکړۍ تر څو ټول مشکل حل شی

    0 0 6 493 0
  • haizbullah6 Profile Picture

    حــــــمـــّٰــاس مــولــوی صــیــب @haizbullah6

    6 days ago

    @abdulmateenqani یعنی د کم ولایت پلیټ چی وی موقت هماغه ولایت کی د تګ اجازت شته کابل کی نشته

    0 0 4 639 0
  • harth_zy15299 Profile Picture

    محبوب القلوب @harth_zy15299

    6 days ago

    @abdulmateenqani د حل لاره څه ده دا په لکهاوو موټر دۍ او د هیواد ګوټ ګوټ که شتون لری او مروج د بازار دۍ نو بناء مسوولین دی حل لاره ورته پیدا کړی خنډ جوړول ورته ځانته تکلیف ورکول دی او فساد ته زمینه برابرول

    0 0 4 294 0
  • Salah_a_DIN Profile Picture

    🌐 صلاح الدين ايوبي @Salah_a_DIN

    6 days ago

    @abdulmateenqani په ګمرکونو کې یې واردات مطلق بند کړی ستونزه حل ده او دا شته به هم ورو ورو ختم شي

    0 0 4 379 0
  • Aseam96840882 Profile Picture

    Aseam※※عاصم @Aseam96840882

    6 days ago

    @abdulmateenqani او بله خبره دا ده دا فیصله تاسو په خپل حوس او احساساتو مطابق کړیده معقول دلیل یی تر شا نسته تاسو یو وار سروې و کړی چي افغانستان کي اوس في الحاله څومره راسته لاس موټران موجود دي؟ یوازنی حل لار یی دا ده چي اسټریینګ یی افغانستان لاس ته واوړي دا یی مشکل حل

    1 0 3 842 0
  • ZabiFirozi Profile Picture

    Zabifirozi💙 @ZabiFirozi

    6 days ago

    @abdulmateenqani خلاف لاس اشترنګ موتر واردات باید مطلق بند شی دولت باید د یوی صحیح کمپنی سره قرار داد وکړی او په هر زون کی نمایندګی خلاصه کړی تر څو ټول اشترنګ تغیر کړی د افغانستان لاس ته هم به د ترافیکی پیښو مخه ونیول شی هم به دولت اصلی پلیټ ورکړی چی دا به دولت لپاره یوه اقتصادی ګټه هم ولری .

    1 0 3 921 0
  • KhalidMunam11 Profile Picture

    اغزی اولونګ @KhalidMunam11

    6 days ago

    @abdulmateenqani @Hanzala876 دا غیر قانونی موتر بیخی مه پریګدی چی افغانستان ته را ورید شی

    0 0 3 512 0
  • mushfaq_khosti1 Profile Picture

    𝐌𝐮𝐬𝐡𝐟𝐚𝐪 𝐊𝐡𝐨𝐬𝐭𝐢 @mushfaq_khosti1

    6 days ago

    @abdulmateenqani دا یو ډېر ښه او موثر اقدام وي، هیله مند یم چې له دې سره به د ترافیکي پېښو رامنځته کېده کمه شي.

    0 0 3 494 0
  • Ah4Mohammadtaha Profile Picture

    Mohammad taha Ahmadi @Ah4Mohammadtaha

    6 days ago

    @abdulmateenqani تنها راه‌حل اساسی برای کاهش تصادفات، تبدیل تمام موترها به سمت چپ همراه با استانداردسازی جاده‌ها و آموزش رانندگان می‌باشد. در غیر آن، ثبت و محدودیت موترهای دست راست به تنهایی نمی‌تواند تصادفات را کاهش دهد.

    0 0 2 128 0
  • Ah4Mohammadtaha Profile Picture

    Mohammad taha Ahmadi @Ah4Mohammadtaha

    6 days ago

    @abdulmateenqani : 1. جاده‌های غیر معیاری در سطح شهرها و شاهراه‌ها؛ 2. راننده‌های غیر مسلکی و فاقد آموزش کافی؛ 3. نبود خط‌کشی در شاهراه‌ها و مسیرهای اصلی؛ 4. فقدان تابلوهای هشداردهنده و علایم ترافیکی در سرپیچ‌ها و نقاط خطرناک.

    0 0 2 160 0
  • janralshawali Profile Picture

    شاولي مبارك @janralshawali

    6 days ago

    @abdulmateenqani مفتی صاحب اعلامیه نشرول خورا اسانه کار دی 🤭 یو بل اسانه کار هم وکی کوم موټران چې د افغانستان لاس ندي هغه دخلګو څخه رانیسی په بدل کی د افغانستان موټران ورکی.🤑

    0 0 2 121 0
  • Zkhan1454 Profile Picture

    Zakir Ullah Khan @Zkhan1454

    6 days ago

    @abdulmateenqani هر څه بندول د حل لاره نده يو کار ته د حل لاره هم پکار وي دا چې اوس راغلي دېته حل لاره وکتل شي دا موټرې خو څه د اسمانه نه راځي په همدې بندرونو راځي بايد واردول يي لدې وروسته مطلق بند شي

    0 0 2 265 0
  • Mufti468004 Profile Picture

    صدر فاتح @Mufti468004

    6 days ago

    @abdulmateenqani تر ډېر څه اغیزمن او ګټور به دا وي چي د افغانستان خلاف لاس موټرانو واردېدل دي په کلکه منعه سي.

    0 0 2 283 0
  • Dr_KafiAndar Profile Picture

    Dr Kafi Andar @Dr_KafiAndar

    6 days ago

    @abdulmateenqani ما خوارکی پروند رانیوی هغه بیا تاسی داسی پریکړه وکړه په هر صورت مرحبا درته وایو خدای دی دا عمومی مشکل حل وفصل کړی

    0 0 2 380 0
  • Ah4Mohammadtaha Profile Picture

    Mohammad taha Ahmadi @Ah4Mohammadtaha

    6 days ago

    @abdulmateenqani اگر واقعاً این وسایط غیر استاندارد و غیر قانونی هستند، سوال اساسی این است که چرا ابتدا اجازه ورود و ثبت آنها داده می‌شود؟

    0 0 2 56 0
  • ihsaankhan1113 Profile Picture

    مینه ناک افغان @ihsaankhan1113

    6 days ago

    @abdulmateenqani مفتى صيب محترم دکباړپه نوم بولدک له لارى هيوادته را داخليږى مخنوۍ يي په کارده

    0 0 2 154 0
  • drshakir313 Profile Picture

    Shakir Niazi @drshakir313

    6 days ago

    @abdulmateenqani په واردولو يي بنديز ولږي بهتره به وي،

    0 0 2 294 0
  • Aseam96840882 Profile Picture

    Aseam※※عاصم @Aseam96840882

    6 days ago

    @abdulmateenqani دا ټکرونه چي وسول دلیل یی راسته لاس موټر نه وو بلکه دلیل بي کفایته نشي موټروانان دي

    0 0 2 222 0
  • Obaida_Emarati Profile Picture

    Afghan force 💪 @Obaida_Emarati

    6 days ago

    @abdulmateenqani ټول ټکرونه افغانستان لاس کړيدي هر ځای ٣٠٣ وي یا شین رنګ ټيکسي

    1 0 2 273 0
  • GhaforiSha4498 Profile Picture

    shafi ghafori @GhaforiSha4498

    5 days ago

    @abdulmateenqani محترم شما مسعول رسانه یک وزارت بنام وزارت داخل استی زبان فارسی و پشتو زبان های رسمی ما است لطف کنی امو بیانیه های تان را به دو زبان نشر کنی خیلی خوب میشه مه پشتو میفهمم اما نه به شکل کامل کل مفهوم را بگیرم شما لطف کنی به هر دو زبان فرامین را نشر کنی خیلی خوب میشه

    0 0 1 96 0
  • Obaida_Emarati Profile Picture

    Afghan force 💪 @Obaida_Emarati

    5 days ago

    @abdulmateenqani @grok ایا دا امکان شته چې دوی دا افغانستان خلاف لاس موټر بند کړئ، حال دا چې دولتي چارواکي خپله ٩٠ فیصده افغانستان خلاف لاس موټر لري ستاسو دغه باره کې څه نظر دی.

    1 0 1 105 0
  • romal_noori Profile Picture

    Romal Noori @romal_noori

    5 days ago

    @abdulmateenqani جناب بزرگوار به لک ها و میلون ها دالر بالای این موتر هاسرمایه گذاری شده ۲ پول خساره مردم چی می‌شود ۳ هر کسی که از ولایت ها با موتر شخصی بخواهند داخل کابل شوند باید مانند مرز تورخم موتر هایشان عقب دروازه توقف شود و تاکسی بگیرند ۴ بسیار مردم موتر پلیت م ولایات دارند در کابل چ

    0 0 1 37 0
  • Ah4Mohammadtaha Profile Picture

    Mohammad taha Ahmadi @Ah4Mohammadtaha

    6 days ago

    @abdulmateenqani 🔹 راه حل منطقی و دوامدار: تمام وسایط دست راست که در کشور موجود است باید به‌تدریج به سیستم دست چپ (استاندارد جهانی) تبدیل گردد. در عین حال، دولت باید تمرکز اصلی خویش را روی بهبود زیرساخت‌های ترافیکی (معیارسازی جاده‌ها، خط‌کشی، تابلوگذاری) و آموزش رانندگان قرار دهد.

    0 0 1 150 0
  • janralshawali Profile Picture

    شاولي مبارك @janralshawali

    6 days ago

    @abdulmateenqani مفتی صاحب أوبه د پای لخوا نه رڼیږي! هره ورځ په زرګونو نوي موټران چې د افغانستان لاس ندي واردیږي او په ګمرک کي محصول ورڅخه اخیستل کیږي د حکومت په امر او اجازه، اوس تاسو ځانته علیحده حکومت یاست او که ګمرک د بل حکومت دی چی اجازه ورکوي

    0 0 1 127 0
  • Ah4Mohammadtaha Profile Picture

    Mohammad taha Ahmadi @Ah4Mohammadtaha

    6 days ago

    @abdulmateenqani به اساس فیصله اخیر، دولت تصمیم دارد موترهای دست راست را در کشور ثبت و سپس رفت‌وآمد آنها را محدود سازد. دلیل این اقدام از سوی مقامات، افزایش تصادفات ترافیکی عنوان گردیده که گفته می‌شود بخش عمده آن ناشی از استفاده موترهای دست راست است.

    0 0 1 223 0
  • RoufYaad Profile Picture

    Rouf Yaad @RoufYaad

    5 days ago

    @abdulmateenqani د وزارت خبرتیا د ترافیکي نظم لپاره یو مثبت ګام دی، خو: باید تطبیق یې عادلانه وي، او پر زورواکو واردوونکو هم باید بندیزونه عملي شي. که نه، دا اقدام به یوازې د بې‌وسه ولس لپاره سزا وي، نه د قانون پلي کېدنه.

    0 0 1 68 0
  • Ah4Mohammadtaha Profile Picture

    Mohammad taha Ahmadi @Ah4Mohammadtaha

    6 days ago

    @abdulmateenqani با در نظر گرفتن این واقعیت‌ها، صرف محدود ساختن موترهای دست راست نمی‌تواند مشکل تصادفات را به‌گونه بنیادی حل نماید. از یک طرف، روزانه صدها موتر دست راست از مرزها وارد افغانستان می‌شود، و از سوی دیگر همان موترها به‌طور رسمی در ادارات مربوطه ثبت می‌گردد.

    0 0 1 180 0
  • GkHangout41526 Profile Picture

    Hakeem Khan @GkHangout41526

    6 days ago

    @abdulmateenqani زه د امارت د يو پلوي په حيث یو سوال لرم مفتی صاحب هغه پيسي چي په دوه کاله کي امارت له خلکو واخيستي او ذکرشوی موټرونو ته مو اسناد ورکړ هغه به دولت ته جایزه وي کنه داخلک په دولت حق لري کنه

    0 0 1 75 0
  • bAhmad0001 Profile Picture

    Abashir_احمدبشير @bAhmad0001

    6 days ago

    @abdulmateenqani دا ډير بد جرم دی ، په هغه هيوادو کې چ اساسي ډيسپلېن او قانون موجود دی دغه ډول کردار که چا وکړ دټول عمر لپاره ې دډريواری ليسانس ضبتيږي يو خو ښې لاس دافغ خلاف دی بل اورټېک په سرچپه لين ترسره کوي متاسفانه لا هم زموږ په هيواد کې بنادي قوانين په وضعه کولو کې نهايت غفلت موجود دی

    0 0 1 276 0
  • YaseenBarakzai Profile Picture

    Yaseen Barakzai @YaseenBarakzai

    6 days ago

    @abdulmateenqani یوازنی د حل لار چی واردول یی بند کړل شی او د افغانستان لاس موټر تعرفه او مالیات کم کړل شی.

    0 0 1 74 0
  • Dost83301061 Profile Picture

    P.Doctor، عامه پوهاوی او صدقه یی جاریه @Dost83301061

    6 days ago

    @abdulmateenqani زما په نذر دخلاف لاس موتر واریدونکی باید وپیژندل او قانونی سزا ورته وتاکل شی زکه دوی قانون دخپل خواهش او کټی اله گرزولی هیس انسانی قانونی مسولیت نه درکوی سوک او کله خوبه دپایی حد ورته ایښودل کیژی داوبو په سیر راروان دی سل موترو نه یوانسان ژوند مهم دی

    0 0 1 104 0
  • Download Image
    • Privacy
    • Term and Conditions
    • About
    • Contact Us
    • TwStalker is not affiliated with X™. All Rights Reserved. 2024 www.instalker.org

    twitter web viewer x profile viewer bayigram.com instagram takipçi satın al instagram takipçi hilesi twitter takipçi satın al tiktok takipçi satın al tiktok beğeni satın al tiktok izlenme satın al beğeni satın al instagram beğeni satın al youtube abone satın al youtube izlenme satın al sosyalgram takipçi satın al instagram ücretsiz takipçi twitter takipçi satın al tiktok takipçi satın al tiktok beğeni satın al tiktok izlenme satın al beğeni satın al instagram beğeni satın al youtube abone satın al youtube izlenme satın al metin2 metin2 wiki metin2 ep metin2 dragon coins metin2 forum metin2 board popigram instagram takipçi satın al takipçi hilesi twitter takipçi satın al tiktok takipçi satın al tiktok beğeni satın al tiktok izlenme satın al beğeni satın al instagram beğeni satın al youtube abone satın al youtube izlenme satın al buyfans buy instagram followers buy instagram likes buy instagram views buy tiktok followers buy tiktok likes buy tiktok views buy twitter followers buy telegram members Buy Youtube Subscribers Buy Youtube Views Buy Youtube Likes forstalk postegro web postegro