AI-Qaeda🛑🔺🔔 القاعده، چې په افغانستان کې د طالبانو له مستقیم ملاتړ او همکارۍ برخمنه ده، د دې هېواد په خاوره کې یوازې د خوندي پناه ځای درلودو سره بسنه نه کوي. دغه شبکه اوس د مخدره موادو د قاچاق پر مهمو لارو بشپړ کنټرول لري او له همدې لارې د خپلو ترهګریزو فعالیتونو لپاره دوامدار مالي سرچینې برابروي. د طالبانو او القاعدې دا ګډه کړنلاره د افغانستان خاوره د یوه ستراتیژیک مرکز په توګه د سیمې او نړۍ پر وړاندې بدلوي. د نشهیي توکو له عوایدو د وسلو، تجهیزاتو او د جلبوجذب پروګرامونو تمویل کېږي، چې دا کار د سیمې امنیت، د ګاونډیو هېوادونو ثبات او نړیواله سوله په مستقیم ډول ګواښي. طالبان د همدې مالي او استخباراتي شبکو په مرسته هڅه کوي د ځان د واکمنۍ دوام تضمین کړي، او القاعده د همدې ملاتړ په سیوري کې د خپلو نړیوالو شبکو بیا رغونه او پراخونه پر مخ وړي. په حقیقت کې، افغانستان د طالبانو تر واک لاندې یو ځل بیا د نړیوال ترورېزم په تمویل، روزنه او صادرولو بدل شوی دی؛ که پر وړاندې یې نړیواله او سیمهییزه واحده اراده رامنځته نه شي، د دې ګډې شبکې ګواښ به یوازې په افغانستان محدود پاتې نه شي AI-Qaeda🔺
@hilal_kakar01 @JawSadat د نر غوندې برخمنه لاس دي خلاص په امريکايانو خو دي د خور مور او ښځي عزت برباد کړ خو بيا يي هم کار ونه کړ، اوس به څشي ورکړي