د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره د ټېلیفوني خبرې وکړې. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نقوي د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د قربانیانو او ټپیانو په اړه خپله غمشریکي څرګنده کړه او د ټپیانو د درملنې او بشري مرستو ډاډ یې ورکړ. هغه لیکلي چې حقاني هم د یادې همدردۍ او مرستو مننه وکړه او په ورته وخت کې یې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې د سېلابونو د زیانمنو خلکو سره خپله غمشریکي هم څرګند کړه.
0
2
5
2K
0
Download Image