د افغانستان د خپلواکۍ په وياړ #تاريخي_يادښتونه: يوه انګلسي خبريال ته د داوي تاريخي ځواب: سل کاله وړاندي چي د افغانستان نامتو سیاسي، تاریخي، ملي او فرهنګي شخصیت #عبدالهادي_داوی په لندن کي د افغانستان سفیر وو، د سفارت دفتر ته یو انګلیسی ژورنالیست د مرکې په موخه ورغلی، د خبرو اترو په ترڅ کي ژورنالیست له داوي څخه وپوښتل چي تاسو افغانان د انګریزانو د ماتي په اړه څه ډول انګېری او په کوم نظر ورته ګوري؟ داوي صاحب په خورا سړه سینه ژورنالیست ته وویل؛ تاسي لطفًا له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سه؟ ژورنالیست سملاسي له چوکۍ پورته او د دروازې په لور روان سو! داوي صاحب ژورنالیست ته وویل:" لکه زه چي ستا شاته ګورم او د وتلو په حال کي یاست؛ افغانانو هم همدا راز د انګریزانو شا ته کتل او له افغانستانه د وتلو ننداره ئې کوله!". ژورنالیست د داوي د تاریخي ځواب په اوریدلو سیده له دروازې ووت او بیا راستون نه سو. ارواښاد داوي د كندهار اوسېدونكى، د عبدالاحد اخونزاده كاكړ زوى چي په ۱۸۹۳ع کي پيدا او په ۱۹۸۲ع کي ومړ. پلار ئې يو لوستى يوناني طبيب وو چي د #امير_عبدالرحمن_خان په بلنه له #كندهاره #كابل ته ولاړ. روح يې ښاد
Snag up to 50% off Rosetoy-Official’s hottest toys — because staying in can be just as steamy as going out. Spend $89 or more, and we’ll slip a free gift into your order… no strings attached.
@pashtonzoy مکروریان دریم کی یو دولتی مکتب هم دده په نوم دی
@pashtonzoy کندهار ډیر میړانه خلک او زرین تایخ یی لرلو خو ډیر په بدبختۍ سره چې دوښمن ورته تاریخ دومره بدنامه کړو چې اوس چاته د اخونزاده نوم اخلې نو د ترهګر او د طالب فکر کوي ورته خو په دغه کې ټول ملامته کندهاریان دي چې د دوښمن په مکر او فریب هېس پوۍ نه شول او زرین تاریخ یی د پښو لاندې کړو.
@pashtonzoy دا بل انځور يي هم درسره واخله!