آی ایس آی لپاره تازه ذلیله غلامي او جاسوسي!!! افغانستان له څلوېښتو کلونو راپه دېخوا د جګړو، کورنیو شخړو او بهرنیو لاسوهنو شاهد دی. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ولسي نارضایتي ورځ تر بلې زیاته شوې ده. خو د دې پر ځای چې د ولسواکۍ، ملي یووالي او خپلواکۍ لارې وپلټل شي، ځینې کسان د طالبانو د مخالفت په نوم د پاکستان د استخباراتو ادارې (آی ایس آی) پر لور روان شوي دي. دا کار یواځې سیاسي حماقت نه بلکې د هغه تاریخ جاهلانه او احمقانه تکرار دی چی تیرو کلونو کې بار بار افغانانو کړی دی . د آی ایس آی تیاره کارنامه د جهاد او مجاهدینو دوره (۱۹۷۹ – ۱۹۹۲) کله چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغان جهاد اور بل شو، د آی ایس آی اصلي رول او وظیفه د مجاهدینو کنټرول او د دوی تر مینځ اختلافات او ډلبازې وې. اکثره مرستې د ګلبدین حکمتیار حزب او ډلې ته ورکول کیدل ی، تر څو د یوه قوي ملي محور د جوړېدو مخه ونیسي. پایله یې څه وه؟ د مجاهدینو ترمنځ کورنۍ جګړې، د کابل نابودي او ورانول او د ولس تباهي. د کورنۍ جګړې او طالبانو لومړۍ واکمني (۱۹۹۲ – ۲۰۰۱) د ۹۰یمو کلونو په کورنیو جګړو کې د آی ایس آی مستقیم لاس وو. هغوی د طالبانو د راټوکېدو شا ته ولاړ وو او په ښکاره یې مالي، نظامي او سیاسي ملاتړ ورکاوه. د طالبانو لومړۍ واکمني (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) د آی ایس آی د پروژې څرګند ثبوت دی، ځکه یوازې پاکستان، سعودي او اماراتو د هغوی حکومت په رسمیت ومانه ، پاکستاني جنرالانو به افغانستان ته پنځمه صوبه ویل د پاکستان د بودیجې یوه برخه افغانستان لپآره ځانګړې شوې وه. طالبان یې ښه چاق او لویان کړل بیا یې په میلیاردونو ډالر په جورج بوش باندی خرڅ کړ. امریکا کابل ته راغله ، جمهوریت پهه درز کې روان شو طالبان ټووووول وتښتیدل او ورک شول ، بیاهم همدا پاکستان د چین او روسیه څخه پیسې تر لاسه کولې او هماغه ورک شوي طالبان یې یې بیا را پیدا کړل ، د امریکا او ناټو سره جنګ شروع شو د امریکا او ناټو سره د جګړې لپاره، طالبان د پاکستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه تر لاسه کړل. نړیوال استخباراتي راپورونو په وار وار ویل چې د طالبانو مشران په کوټه، کراچۍ او پېښور کې اوسېږي او د آی ایس آی په مرسته جګړه پرمخ وړی. د همدې پالیسۍ پایله د افغانانو د وینو سیلابونه روان شول. شل کلونه د افغانستان لویه تباهي وشوه ، باالآخره جوړ نظام نابود شو ، طالب راغی اوس هماغه طالب خلاف بیا پاکستان مخالف ادرسونه جوړوي ولی؟ دا ټول تیر تاریخ ته په کتلو ښکاري چې د آی ایس آی ستر هدف یو ځواکمن او خپلواک افغانستان نه دی، بلکې دوی غواړي چې: خپل سترګو او نظارت لاندې یو کمزورې او غلام افغانستان ولري.په افغانستان کې باید تل داسې حکومت وي چې د پاکستان د فشار او نفوذ لاندې وي. آی ایس آی تل کوشش کوي چی د افغانستان قوی ملي پوځ او قوی ملي اقتصاد تل سبوتاژ کړي. نو چی ټول پوهیږو چی داسې ده بیا د هغوی پر دروازه ټک وهل حماقت او د خپل هیواد سره دشمني ده. نن ورځ چې ځینې کسان د آی ایس آی دروازې ته ورځي او د دفترونو پرانیستلو یا اړیکو د جوړولو خبرې کوي، دوی په اصل کې د څلوېښت کلن تاریخ تکرار غواړي. دوی د میلیونونو شهیدانو وینې تر پښو لاندې کوي زموږ د میلیونونو کډوالو ذلت او بیچارګي یې هېر کړي دي. بیاهم دوی زموږ د هېواد د ورانۍ تکرار ته زمینه برابروي. دا نه یوازې سیاسي حماقت او سهوه ده، بلکې د ملت پر وړاندې ښکاره خیانت دی. بدیل لارې دا دي چی افغان ولس باید د طالبانو پر وړاندې مبارزه د آی ایس آی تر سیوري او رهبرې لاندې ونکړي، بلکې د خپلو ملي ارزښتونو پر بنسټ پرمخ لاړ شي باید د ټولو سیاسي، قومي او ټولنیزو ډلو یو ه ګډه ملي اجتماع را مینځ ته کړي د نړیوالو او خپلو هیوادوالو د قناعت لپاره مشروع سیاسي مبارزه وشي ، نه د پردیو استخباراتو د آدرس څځه. تاریخي شعور پیدا کړي د تېرو څلوېښتو کلونو څخه عبرت او زده کړه وشي . خلاصه دا چی افغانستان په تاریخ کې تر ټولو زیات د آی ایس آی د لوبو قرباني شوی دی. د جهاد له وخت، د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ، د ۲۰۰۱ وروسته جګړو، او تر نن ورځې پورې دا اداره زموږ د وینو، عزت او راتلونکي په بربادۍ کې ښکېله ده. له همدې امله، د آی ایس آی دروازې ته ورتلل حماقت نه دی، بلکې د خپل ولس او هېواد سره ښکاره دښمني او خیانت ده. د افغانستان راتلونکی د پردیو په منحوسو او شومو پروژو کې نه، بلکې د ولس په یووالي، خپلواکۍ او ملي عزت کې نغښتی دی. والسلام قاری عیسی محمدي
@qarieisa قاری صیب لږ نور کار در کی شته چی لږ نوره مطالعه وکړی حقیقت به درک کړی په حقیقی توګه به د ازاد خیاله افغانانو څنګ کی وه دریږی دوست دښمن به وپیږنی، زه باوری یم چی هر افغان حقیقت درک کړی طالب د اسلامی افغانی اخوت له وجی ګلان غاړه کی ور اچوی کنه طالب چا ته ضرورت نلری.
@qarieisa بی شکه اوس هوښیار شوی قاری صاحب احمد مسعود د ای ایس ای تر ټولو غټ جاسوس او غلام دی ګوره چه بیا ورسره استاد سیاف شرمیدلی غوندی په لاره لاړ نه شی مرده باد د افغانستان داخلی او بیرونی دشمنان
@qarieisa سلامونه ټولو وروڼو ته تاسو ټولي چي څه ليکلي دي زه په کي هيڅ نه وايم خو دومره وايم چي څوک ښه کار يا ښي خبري وکړي هغه ته داسي ځواب ما ورکه وي چي بيا غلاطي ته مجبور شي موږ او تاسو ټول بايد داسې خبري نه کار واخلو چي پرادي خپل کړو نه خپل پرادي کړو دا هيله دا نه امر ستاسو خور
@qarieisa چي تاسو دومره وپوهيدئ ان شاء الله وطن جوړيږي راځئ که په ريښتيا دين او وطن ته وفادار ياست راسئ امارت سره یوځای شئ او دغه وطن په شريکه جوړ کړئ ولي طالب ددې خاورې مالک نده چي تاسو ورسره دومره تضاد لرئ ښه امنیت شته ښه نظام روان ده مشکل چيشئ ده
@qarieisa تاته مو له اوله همدا چیغي وهلي خو ته د چا چېره مني؟ ته همدومره نه پوهیدي چې رباني، مسعود ګلالبدین او دا نور چا تربیه او چیشي لپاره یي دا کار وکړ؟ تا و نه لیدل چې د جمهوریت سقوط په ورځ پاکستان خپله طیاره د دوي نجات لپاره راولیږله تر څو دوی ته د راتلونکي پلانونو لپاره نجات ورکړي
@qarieisa شل کاله موژ ده ای ایس غلامان بللو خونن خپله تورمخ او شرمیدلی ور روان دي هی هی ربه زور دی جارشم
@qarieisa دوي غلامان هیڅ نه شي کولای یوازې به فقط د غلامي نوی ځنځیر غاړې ته واچوي هغه وخت امریکایی ځنځیر وو اوس به پاکستانی ځنځیر شي بس نور هیڅ نشته
@qarieisa قاری صاحب اوس د سر پر خلاص شو چی نور ېې مجالبو ته ور نه شی ددوی سړه ملتيا دځان بی عزتی ده
@qarieisa پاکستان مه ورته وایه دا هغه انگلستان دی او مونگ دقدرت لیونیان یو . خلک او ملت هس کله هم ندی کتلی.
@qarieisa غاری عیسی بچیم غار هستی غار اووو چلووو ملویسی
@qarieisa اگر اوغان کشور را معامله کرد اشکال نداره مقصد در قدرت باشند و اگر دیگران این کار کرد خاین معامله گر و زدی ملی میشود غاری جان فکر نمی کنید مردم حالا دیگر هوشیار شده و فریب ملی گرای تان را نمی خورد
@qarieisa قاری تا ته د شرم خبره وه چه په هفته غونډو کې مو ګډون کوه چه پکی اسلامیت او افغانیت ته سپکاوی کیده تاسو نه پوهیگی چه د نظار شورا اصلی موخه په افغانستان کی څه شی ده او له مسعوده نیولي تر رباني او نور نور کوم اهداف مخ ته بيول فقط د افغانستان تجزیه او د پښتنو ځپل د دوی هیله او ارزو
@qarieisa کاري ګله دافغانستان داسلامي امارت❤.دتازه اؤ نؤې قطعې نه خبریې کنه؟ داپاس چه ناکومې بابولې غږؤلې دي هسې چټیات دي ،ددغه اوس نؤې قطعه منتظره په نوم دشاه زلمو پوښتنه ؤکړه. ویل کیږي چه.داشغالګرو دمنجاورانو دواتساف په بندېدو کې خوارا مهم رول لري هاهاهاها لاهم نه شرمېږﺉ
@qarieisa تېر هېر کړئ، هغه څه چې وسول ښه نه وسول، اوس ټول په ګډه طالبانو ملاتړ وکړی ټول سره یو اړخیزه اعلامیه خپره کړي . خو، خپلې ګټې او تاوان ته مه ګوره او د پاچا کېدو هڅه مه کوه.
@qarieisa تا خو ټول همدوي ته لابي ګری وکړه خو اوس ترې واوختې
@qarieisa فرق په څه کي دی طالبان هم غلامان دی دوی هم هغه هم د پنجاب.
@qarieisa غاري صیب مونژ د هیواد په هکله هر خارجي مجلس او تړونونه بې فایدې ګڼو قطر کې وي که د دوحې وي بن وي او د ترکیې وي
@qarieisa ته هم چندان سړی نه یې او عاجب د حمار تقوا لري حمار وچ غ،...خوري خو خړي اوبه نه چيښي ته هم دامریکا±ناټو داشغال د دوام ملاتړ وې او اوس هم اشغال سازۍ لاره ګوي او دپاکستان د اشغال مخالفت څه معنی اشغال یو اشغال دی پاکستان او امریکا هیڅ توفیر نلري
@qarieisa قاري صيب ليږ لاپر دماغ بوج راوله طالبان او تاريخ مطالعه که نژدي ده چي حقايق درک او دوطن اصلي خواخوږي وپيژني
@qarieisa پشتون عامل بدبختی این خاک است،تا لجن این ها از این خاک برداشته نشود این خاک خاک نمیشه
@qarieisa هر کسی که به ضد تالب و حاکمیت پشتون ها کار کند دوست ماست ولو که پاکستان باشد.
@qarieisa قاری صیب لږ نور کار در کی شته چی لږ نوره مطالعه وکړی حقیقت به درک کړی په حقیقی توګه به د ازاد خیاله افغانانو څنګ کی وه دریږی دوست دښمن به وپیږنی، زه باوری یم چی هر افغان حقیقت درک کړی طالب د اسلامی افغانی اخوت له وجی ګلان غاړه کی ور اچوی کنه طالب چا ته ضرورت نلری. کاپي
@qarieisa مونږ ملاتړ کو ه خه په کلکه چی مسخد وطن مو یو فیر ازد شی بیابه ګورو
@qarieisa ولاک دی په خوله سوږ تریخ پیاز هم وخوری
@qarieisa زه ورک.شه خپله دوکاندری دی کوه ستا په سیاست سه هغه احمد مسعود لږ فورت فورت کړی لږی مشهور کړی اوس ته په ناستو خبری کی
@qarieisa قاری صاحبه اوس دی لکچی د سد سوری خلاص سو ښه دی چی تاسی پخپله اقرار کوی دغه کفایت کوی خو ته د دوی لادوسپیکر وی دا نور پښتانه ملګری دی خبر که ورته وا اوس خبر بله تاسی حماقت مه کوی
@qarieisa مونږ دادې غونډې ملاتړ کوو که دادې په خلاف هر اقدام کیږی نو یوه ګاونډی هیواد ملاتړ ته ضرورت دې