1-3: اسلام د جرمونو سزا هم ټاكلې؛ كه حاكم په دې كي يوه ذره كمى يا زياتى كوي؛ ستر مجرم ئې گڼي؛ د پانسۍ (دار) سزا يوازي د هغه چا لپاره ده چي په لارو كي ئې شوكي كړې، مال ئې غصب كړى او د مال خاوند ئې وژلى، د دغو دريو جرمونو له كبله دا سزا وركول كېږي؛ له ده پرته بل چا ته دا سزا نشته.
2-3: د اسلامي نظام په ضد د بغاوت (وسله وال پاڅون) خلاف جنگ جائز دئ، خو دا تر هغه چي باغي جنگېږي؛ كه ئې سنگر پرېښود، وتښتېدو؛ له بغاوت ئې لاس واخيست؛ نه ئې تعقيبول شته، نه د مخكيني جرم او گناه په سبب وژل كېدا، نه ئې د مړي سپكاوى، مُثله كېدا، په ډاگ پرېښودا او په دار ځوړندېدا.
@Hekmatyar48 دوهمه خبره، بغاوت یوازې وسلهوال پاڅون نه دی بلکې فقها وايي چي د نظام پر ضد فکري او سیاسي مخالفت هم بغاوت ګڼل کېږي، امام سرخسي په المبسوط کې وایي والبغاة هم الذين يخرجون عن طاعة الإمام بتأويل فاسد أو صحيح. باغیان هغه دي چې د امام له اطاعت څخه ووځي، که د باطل دلیل وي یا د صحیح .
@Hekmatyar48 گلبدین خانه !که دي هدف دهرات غله وي، نودماغ به دي پرډامبروي يوکلینک ته ځان رسوه چې نورې ګاډې شروع نکې. غل ، قطاع الطریق اوقاتل انسان ستا په فکرتردي لادسختې سزامستحق ندی؟ چې نور عبرت واخلئ.
@Hekmatyar48 هو بايد د قاطع الطريق هغه چې له خلکو په پاټکونو کې مالونه په زور اخلي او انساني سپي پکې تړي تر څو خلک پرې وداړي، بايد خپله سزا وويني. ستاسې د وينا او د زرداد د اقرار مطابق بايد تاسې په دار وځړول شی.
@Hekmatyar48 اوله خبره، د قرآن کریم ددي آیت مطابق، وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَة د بغاوت ضد جنګ د فتنې تر له منځه وړلو پورې مشروع ده. که فتنه پای ته ونه رسېږي، یوازې د تسلیمېدو په نوم معافي ورکول، د مسلمانانو د حقونو ضایع کول دي .