1-3: اسلام د جرمونو سزا هم ټاكلې؛ كه حاكم په دې كي يوه ذره كمى يا زياتى كوي؛ ستر مجرم ئې گڼي؛ د پانسۍ (دار) سزا يوازي د هغه چا لپاره ده چي په لارو كي ئې شوكي كړې، مال ئې غصب كړى او د مال خاوند ئې وژلى، د دغو دريو جرمونو له كبله دا سزا وركول كېږي؛ له ده پرته بل چا ته دا سزا نشته.
2-3: د اسلامي نظام په ضد د بغاوت (وسله وال پاڅون) خلاف جنگ جائز دئ، خو دا تر هغه چي باغي جنگېږي؛ كه ئې سنگر پرېښود، وتښتېدو؛ له بغاوت ئې لاس واخيست؛ نه ئې تعقيبول شته، نه د مخكيني جرم او گناه په سبب وژل كېدا، نه ئې د مړي سپكاوى، مُثله كېدا، په ډاگ پرېښودا او په دار ځوړندېدا.
3-3: څوك ئې كور ته د تفتيش په غرض د ننوتلو حق نه لري؛ وسله او نور مايملك ئې غنيمت نه گڼل كېږي؛ او هيڅوك ئې د مصادرې او ضبطولو حق نه لري؛ ځكه دا د ده د كورنۍ حق دئ؛ نه قاضي كولى شي او نه واكمن چي د ده د گناه په سبب؛ د ده د خپلوانو حقوق غصب كړي.
@Hekmatyar48 بلکل محترم حکمتیار صیب! ۱۲ ګرامه ماغزه کتاب کې ډير څه شته، تاسې ډیر ښه وخت تیر کړئ، اوسنیو برنامو ته که دقت وکړو تاته یی دکابل دقصاب لقب درکړئ حال دا چې په رهبرانو کې مخلص پاک رهبر ته وې.