1-3: اسلام د جرمونو سزا هم ټاكلې؛ كه حاكم په دې كي يوه ذره كمى يا زياتى كوي؛ ستر مجرم ئې گڼي؛ د پانسۍ (دار) سزا يوازي د هغه چا لپاره ده چي په لارو كي ئې شوكي كړې، مال ئې غصب كړى او د مال خاوند ئې وژلى، د دغو دريو جرمونو له كبله دا سزا وركول كېږي؛ له ده پرته بل چا ته دا سزا نشته.
2-3: د اسلامي نظام په ضد د بغاوت (وسله وال پاڅون) خلاف جنگ جائز دئ، خو دا تر هغه چي باغي جنگېږي؛ كه ئې سنگر پرېښود، وتښتېدو؛ له بغاوت ئې لاس واخيست؛ نه ئې تعقيبول شته، نه د مخكيني جرم او گناه په سبب وژل كېدا، نه ئې د مړي سپكاوى، مُثله كېدا، په ډاگ پرېښودا او په دار ځوړندېدا.
3-3: څوك ئې كور ته د تفتيش په غرض د ننوتلو حق نه لري؛ وسله او نور مايملك ئې غنيمت نه گڼل كېږي؛ او هيڅوك ئې د مصادرې او ضبطولو حق نه لري؛ ځكه دا د ده د كورنۍ حق دئ؛ نه قاضي كولى شي او نه واكمن چي د ده د گناه په سبب؛ د ده د خپلوانو حقوق غصب كړي.